سیاست

دقوانينو کميټې غونډه وکړه

کابل  باختر  د  غبرګولي د مياشتې ٢ :
دکابينې  دقوانينو دکميټې غونډه  نن له غرمې  وروسته د جمهوررئيس دمرستيال او ددغې کميټې درئيس قانونپوه سرور دانش په مشرۍ جوړه شوه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې غونډ ه کې دکورنيو  صنايعو دساتنې دقانون  اود اوسپنې پټلۍ دقانون طرحې وڅيړلې شوې   او دکميټې دخبرو وړ موضوعګانوپه باب لازم تصميمونه  ونيول شول.
په دې غونډه کې  دجمهوررئيس مرستيال قانونپوه سرور دانش  په اړوندو برخو کې دغه طرحې ارزښتناکې وبللې او ويې ويل ؛ ددغو طرحو په تصويب سره  عملياتي او اجرائي زمينې له زياتو آسانتياو سره يوځاى کيږي اوپه دغو برخو کې به دزياتو پرمختګونو شاهدان و اوسو.
وروسته دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت دکورنيو صنايعو دساتنې دقانون دبرابرولو داړتيا په باب وويل ؛ چې د کورنيو صنايعو انکشاف ،  دکورنيو  صنايعو ساتنه ، هڅونه او ملاتړ او دغه راز  دسوداګرۍ دنړيوال سازمان  دحفاظتي  موافقه ليک  اود تعرفې اوسوداګرۍ دعمومي موافقه ليک ( ګات ) د ١٩ مادې په رعايتولوسره دحفاظتي اقداماتو دقواعدو تنظيم چې په  ١٣٩٤ کال کې تصويب شوي دي ، دقانون ددغې طرحې   هدفونه په پام کې نيول شوي دي .
دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت ټينګار کوي چې دسوداګرۍ په نړيوال سازمان کې دافغانستان غړيتوب   ته پاملرنې سره   دبازار داقتصاد په پام کې نيولو سره  د کورنيوصنايعو ملاتړاو ساتنې لپاره دتقنيني سندونو شتون يوه  جدي اړتيا ده .
ددغو قوانينو دطرحې داړتيا او اهميت په باب داړوندو ادارو درپوټونو له  وړاندې کيدو وروسته ، دقوانينو د کميټې  غړو په تفصيل سره دقوانينو  دمحتوا او دغه راز دبڼې په برخه کې  خپلې نظريې وړاندې کړې .
له مفصلو خبرو او څيړنو وروسته  کميټې دعدليې وزارت ته دنده وسپارله    چې  د قوانينو دکميټې اصلاحي نظريې د حقوقي او د قانون جوړولو دستندردونو درعايتولو په موخه  ددغو قوانينو په  طرحه کې شاملې کړي.
دقوانينو کميټې په اصولو کې  دکورنيو صنايعو دساتنې  دقانون او داوسپنې دپلټۍ دقانون  طرحې  تائيدې کړې او دعدليې وزارت ته يې لارښوونه وکړه  چې دکميټې دغړو داصلاحي نظريو له ليکنې وروسته دې  دغه طرحې کابينې ته وړاندې کړي.
دکميټې دغونډې په پاى کې د جمهوررئيس مرستيال  قانونپوه سرور دانش  په کابل کې دښځو دځواکمن کولو ددريم سمپوزيم دبرخه والو په برخه کې دښځو دحقوقو دفعالانو غوښتنه ، دقوانينو په کميټه کې ددايمي غړيتوب لپاره غونډې ته طرحه کړه .
دقوانينو کميټې قانوني او حقوقي اړتياو ته په  پاملرنې او دغه ر از دقانون جوړولو په برخه کې دښځو دشتون   داهميت په پام کې نيولوسره دقوانينو په کميټه کې دښځودقشر داستازې په توګه دښځو دچارو دوزيرې دايمي غړيتوب تائيد کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته