امنیت

دطالبانو شپږ زره کيلوګرامه چاوديدونکي توکي کشف شول

کابل  باخترد وري دمياشتې  ٢٧ :
په غزني ولايت کې افغان ځواکونه د وسله والوطالبانو دشپږ زره کيلوګرامو چاوديدونکو توکو په کشفولو بريالي شول .
دچاوديدونکو توکو دغه ډيپو دملي  اردو دځواکونو دعملياتو په بهيرکې د اندړو ولسوالۍ د بر ناغې په سيمه کې  ترلاسه شوي دي.
ويل کيږي چې په دې ډيپوکې د وسله والو طالبانو جنګي وسايل  هم کشف شوي دي .
د ٢٠٣ تندر قول اردو د دويمې لوا قوماندان بريدجنرال زمرى فيضي باخترآژانس ته وويل: دغه چاوديدونکي توکي د وسله والو طالبانو له يوپټځاى څخه په لويو بوشکو کې ځاى پرځاى شوي و.
دملي اردو ددغه مقام دڅرګندونوله مخې: طالبانو غوښتل له دغو چاوديدونکو توکوڅخه دبمونو اوځانمرګوواسکټونو په  جوړولو کې کارواخلي.
دافغان ځواکونو څيړنې ښيي چې  وسله والو طالبانو دغه چاوديدونکي توکي اوس له پاکستان څخه راوړي و.
د٢٠٣ تندر قول اردو د دويمې لوا قوماندان بريدجنرال زمري فيضي  د شپږزره کيلوګرامو چاوديدونکو توکو کشفول دافغان ځواکونو لپاره  ستر برياليتوب بولي او وايي چي ددغې ډيپوپه کشفولو سره په هيواد کې دلسګونو احتمالي تروريستي پيښو مخه نيول شوي دي .
افغان ځواکونه وايي چې ددغو عملياتو په بهيرکې دطالبانو د ډلې د يوسيمه ييز قوماندان په ګډون څلور تنه وسله وال طالبان هم  وژلي دي.
په افغانستان کې دطالبانو دشپږزره کيلوګرامو چاوديدونکو توکو کشفول بې سارى بلل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته