امنیت

دطالبانو د ډلې يو قوماندان ونيول شو.

کابل – باختر دسلواغې څلورمه :
دطالبانو د ډلې يو قوماندان له دوو تنو ساتنونکو سره يې په قندهار کې ونيول شو.
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ.دملي اردو دخاصې قطعې منسوبينو دهغو اوپراتيفي عملياتو په بهير کې چې دقندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول .دطالبانو د ډلې يو قوماندان له دووتنو ساتونکو سره يې په داسې حال کې چې مخالفينو ته يې يوه اندازه وسله او مهمات ليږدول ،ونيول.
ديوبل خبرله مخې : دملي اردو درې تنه سرتيري پرون دلغمان ولايت دعلينګار ولسوالۍ دبديع آباد  دسيمې په سړک کې پرښخ کړي شوي ماين  په ختلو سره ټپيان شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته