ټولنه

دباميانو وحشي ژوي دله منځه تللو په حال کې دي .

کابل باختر دکب څلورمه :
دباميانو وحشي ژوي دله منځه تللو له خطر سره مخامخ دي
دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې، دباميانو ولايت دژوندانه دچاپيريال ساتنې رييس ابراهيم دادفر وويل چې په دغه ولايت کې وحشي ژوي دله منځه تللو له خطر سره مخامخ دي
دادفر وويل چې په دغه ولايت کې دوحشي ژويو پراخ ښکار ددې سبب شوى دى چې په دغه ولايت کې دليوه ،  غرڅه ، ګيدړې او دنه پيداکيدونکو الوتونکو دله منځه تللو له خطر سره مخامخ شي
  ده زياته کړه چې ښکاريان  په پراخه توګه ددغه ولايت په ګوت ګوټ کې دوحشي ژويو په ښکار لاس پورې کوي . چې داکار ددې سبب شوى دى چې دهغو نسل د له منځه تللو له خطر سره مخامخ شي او دباميانو له اوسيدونکو څخه يې وغوښتل چې دنه پيداکيدونکو  حيواناتو او الوتونکو  له ښکار څخه ډډه وکړي له دې پرته  به له هغوى سره قانوني چلند وشي .
  ختم- عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته