لښکرګاه باخترد چنګاښ ۱۱ مه
د کورنیو چارو وزارت په وړاندیز او د جمهوري ریاست په منظورۍ مل پاسوال عبدالرزاق یعقوبي د هلمند ولایت د نوي امنیه قوماندان په توګه وټاکل شو.
د باختر اژانس د سیمه يېز خبریال د خبر له مخې؛
په هغه غونډه کې چې د نوي امنیه قوماندان د پېزندګلوۍ په مناسبت جوړه شوې وه،د دغه ولایت ملکي او نظامي مسوولینو امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرزاق یعقوبي ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
په همدې حال کې د هلمند نوي امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرزاق یعقوبي وویل: کشفي ادارې مکلفې دي چې د جرمونو په مخنیوي کې خپلې هڅي نورې هم ګړندۍ کړي.
هغه ډاډ ورکړ چې په ښار او د دولت ترکنترول لاندې سیمو کې به د غلاوو، ترور، هدفندو وژنو، اختطاف او نورد دولت ضد کړنو د مخنیوي په خاطر امنيتي او کشفي پلانونه په کارواچوي.پای/وصال