روغتیا

آلمان په بغلان ولايت کې د لومړنيو روعتيايي څارنو يو مرکز بياجوړوي

پلخمري باختردغبرګولي دمياشتې ١٢ :
د بغلان ولايت د ګذرګاه نور ولسوالۍ د لومړنيو روغتيايي څارنو د يوه مرکز د بيا جوړولوکار پرون پيل شو.
دغه مرکز د افغان _ آلمان د همکارۍ د ادارې په مالي او تخنيکي مرسته بيا جوړيږي.
د بغلان ولايت د عامې روغتيا رياست مطبوعاتي مسوول شاه محمد هوفياني دباخترآژانس خبريال ته وويل: د لومړنيو روغتيايي څارنو مرکز د څه دپاسه لسو مليونو افغانيو په لګښت بيا جوړيږي چې کابو زرو تنو ته به روغتيايي خدمتونو وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته