امنیت

دنشه يي توکو دپنځلسو تنو قاچاق وړونکومجازات

کابل باختر د تلي اتلسمه :
دمسکراتو اونشه يي توکو پرخلاف  دمبارزې دعدلي اوقضايي مرکزدابتداييه او استيناف محکمو له خوا پنځلس تنه د قاچاقو دجرمونو دترسره کولو په اړوند له پنځو  څخه تر شپاړلسو کلونو پورې دبند په مجازاتو محکوم شول .
دمسکراتو او نشه يي توکو پرخلاف  دمبارزې دعدلي او قضايي مرکز وياند خالد موحد نن دباختراژانس له خبريال سره په  خبرو کې وويل  دغه کسان  چې يوه ښځه هم پکې شامله ده دتيرې اوونۍ په بهير کې  اود نهو قضيو په اړوند په داسې حال کې دپوليسو په واسطه ونيول شول چې له هېوادڅخه بهر ته يې دڅه دپاسه اتلسو کيلوګرامو هيروئينو ، ١٤٧ کيلوګرامو اپينو ، ٢٣٦ کيلوګرامو  چرسو او د٤٣٩ګرامو مت امفتامين ( ښيښيې )  دليږدونې نيت درلود .
دده دڅرګندونوله مخې ، په دې موده کې پوليسو  دهېواد دنورو امنيتي بنسټونو په همکارى دنولسو قضيو په اړوند ديرش تنه نور مظنونين نيولي او دعدلي اوقضايي  تعقيب په مقصد يې دغه مرکز ته استولي دي
ددغه مرکز وياند زياتوي چې پوليسو دغه کسان دکابل ، بلخ ، هرات ، هلمند ، روزګان ، ننګرهار ،تخار ، سرپل او دنيمروز په ولايتونوکې نيولي دي او له هغوى څخه يې په ټوليزه توګه  ١٨٥٠ کيلوګرامه نشه يي توکي ،  ٢٣ موبايل تيلفونونه ، يوه وسله ، پنځه ليږدونکې واسطې  او دغه راز  ٢٦٦٠ افغانۍ او ١٦٠٠ امريکايي  ډالره ترلاسه کړي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته