ګردیز باختر د لیندۍ ۴ مه
افغان ځواکونو د انسان تښتوونکو له منګولو څخه هغه شپږ کلنه نجلۍ وژغورله چې شاوخوا شپږ ورځې وړاندې د ګردیز ښار د سرسنګ له کلي څخه تښتول شوې وه.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې، دغه ماشومه د انسان تښتوونکو د نیول شوې ډلې د معلوماتو او اړیکو په اساس ژغورل شوې چې نن خپلې کورنۍ ته یې وسپارل شوه.
د تښتول شوې ماشومې تره محمد ولي وايي چې انسان تښتوونکو ترې د ماشومې د ازادولو په بدل کې د شل زرو امریکايي ډالرو غوښتنه کړې وه.
پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ