امنیت

په ښځينه جاموسمبال د طالبانو دوه تنه قوماندانان ونيول شول

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ٧ :
د طالبانو دوه تنه قوماندانان چې په ښځينه جاموسمبال وو؛ تېره شپه دبغلان ولايت د دهنه غوري ولسوالۍ له مربوطاتو څخه د تيښتې په وخت کې د امنيتي ځواکونوله خوا ونيول شول.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ د تروريزم پرخلاف د مبارزې لوى مدير سرڅارمن نظيف الله خرمي د دغه خبر په بيانولو سره دباختر آژانس خبريال ته وويل  چې دوه تنه نيول شوي کسان د بغلان ولايت د ډنډغوري په ساحه کې د طالبانو د سرګروپانو له جملې څخه په داسې حال کې چې په ښځينه جامو سمبال وو؛ له  ګاوي کلي څخه د تښتي نيت درلود؛ د امنيتي ځواکونو له خوا له پيژندلو وروسته ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته