امنیت

سوله غوښتوونکي کاروان کندز ته ورسيدل

‘- کابل باختردوږي دمياشتې ١٠نيټه : د سولې غوښتنې کاروان پرون د کندز ولايت ته ورسيدل. دباختر آژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې: دسوله غوښتنې کاروان چې په هېواد کې دسراسري سولي دتامينولو په مقصد څه موده مخکې په لوڅو پښو له هلمند ولايت څخه روان شوي وو، دکندز ته په رسيدو سره هغوى ته د دغه ولايت د مدني فعالانو او خلکو له خوا تود هرکلى شو . د دغه کاروان غړي غواړي نړيوالو ته وښيي چې افغانان دايمي او سراسري سوله غواړي او له نړيوالو څخه هم غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د سراسري سولې د تامينولو په لاره کې د دغه هېواد له خلکوسره مرسته وکړي. د سولې غوښتنې کاروان له وسله والو مخالفينو څخه وغوښتل چې سوله په خپلو لومړيتوبونو کې ونيسي او جګړه پاى ته ورسوي چې خلک له تاوتريخوالي څخه په آزاده فضا کې ژوند وکړي او د دولت ترڅنګ د خپل هېواد په آبادولوکې ونډه واخلي . پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته