امنیت

ښاریان د ډاډمن امنیت بسیا کول غواړي

-کابل/ د چنګاښ ۷ مه / باختر
په دغو وروستیو کې په کابل ښار  کې هم هدفي وژنې ډېرې شوي دي او هم غلاوې او نورې جنایي پېښې. ښاریان له دغو پېښو پزې ته رسېدلي دي او ډاډمن امنیت غواړي.
د باخترآژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
څو ورځې وړاندې په دهمزنګ څلورلارې کې وسله والو یو پولیس وواژه او یو بل یې ټپي کړ، همدارنګه په ده سبز کې د لویې څارنوالۍ د کارکوونکیو د سپرلۍ پر موټر برید وشو. پرون په پغمان کې د طالبانو د برید په اړه رپوټ هم خپور شو. همدارنګه د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د وسله والو غلاوو  ډېرېدو خلک اندېښمن کړي دي. ښاریان خپل سر، مال، پت اوعزت په خطر کې ویني او دا کټ مټ هغه څه دي چې د حکومت اوپه ځانګړي ډول امنیتي ادارو باور ته زیان رسوي. خلک پوښتي چې ولې امنیتي ادارې نه شي کولای په ښار کې امنیت خوندي کړي او د خلکو اندېښنو ته د پای ټکی کېږدي؟ باید د دې پوښتنې ځواب وموندل شي. خوڅونورې پوښتنې دي چې له دې  پوښتنې سره تړاو لري. لومړۍ پوښتنه دا ده چې ایا زموږ امنیتي ادارې له تخنیکي پلوه د دې وړتیا نه لري چې د ترهګریزو بریدونو او جنایي جرمونو مخه ونیسی؟ واقعیت دا دی چې زموږ دولتي امنیتي جوړښتونه له تخنیکي پلوه دا وړتیا لري چې هم د ترهګریزو بریدونو مخه ونیسي اوهم د جنایي جرمونو. دلته نو بیا بله پوښتنه راولاړېږي او هغه دا ده چې که زموږ امنیتي جوړښتونه له  تخنیکي اړخه دا وړتیا لري، نو بیا ستونزه په څه کې ده او ولې دوی د ترهګریزو بریدونو او جنایي جرمونو مخه نه نیسي؟ ایا اراده نشته؟ دا ښایي ناسمه وي چې وویل شي د ترهګریزو بریدونو او جنایي جرمونو د مخنیوي لپاره اراده نشته، اراده شته، هېڅوک نه غواړي چې په ښار کې بریدونه، غلاوې او نور جنایي جرمونه وشي. زموږ په اند اصلي ستونزه په ښارونو کې د ترهګریزو بریدونو، هدفي وژنو او جنایي جرمونو د مخنیوي لپاره د یوې هراړخیزې اغېزمنې ستراتېژۍ نشتوالی دی، داسې ستراتېژي چې هغه د بېلابېلو ادارو تر منځ د همغږۍ پر اصل ولاړه وي، د خلکو د همکارۍ د راخپلولو لپاره ګټور میکانیزمونه په کې راغبرګ شوي وي.
ترهغو چې اړوندې ادارې په ګډه دغه راز یوه ستراتېژي جوړه نه کړي، ګرانه ده چې په ښار کې ډاډمن امنیت بسیا شي. جمهوررییس خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته سپارښتنه کړېده چې د ښارونو او لویو لارو امنیت د خوندي کولو لپاره پر دغه راز یوې ستراتېژۍ کار وکړي. لکه پورته چې وویل شول د افغانستان امنیتي جوړښتونه دا وړتیا لري چې ډاډمن امنیت خوندي کړي، خبره د بېلابېلو جوړښتونو تر منځ د همغږۍ ده. که دغه راز همغږي نه وي، نو بیا له موجودو امکاناتو او ظرفیتونو سمه ګټه اخیستل کېدای نه شي.
کابل ښاریان او همدارنګه د نوروښارونو اوسېدونکي ډاډمن امنیت غواړي او دا د حکومت دنده او مسوولیت دی چې باید په دې لاره کې غوڅ ګامونه واخلي.
پاى- ن.ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته