امنیت

دنيکمرغه کوچنۍ اختر په درشل کې کابل ترسختو امنيتي تدبيرونو لاندې ونيول شو.

کابل باختردزمري دمياشتې  ٢٧

دکابل دساحوي زون امنيه قوماندان وايې چې پايتخت اودهغه شاوخوا سيمې دنيکمرغه کوچنۍ اختر درشل کې ترسختو امنيتي تدبيرونو لاندې ونيول شو.

ده له ښاريانو څخه وغوښتل چې دنظم دلازيات تامينولو په مقصد همکاري وکړې.

د اسمايي ١٠١   ساحوي زون امنيه قوماندان جنرال محمدايوب سالنګي دباخترا ژانس له خبريال سره په خبروکې وويل  دروژي داختر په رارسيدوسره په کابل اودهغه په شاوخواسيمو کې ځانګړي امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي په زيانمنونکو سيمو دپوليسو کنترول زيات شوي  اوپه موجودو افرادوبرسيره ريزرف ځواکونه خدمت ته ګومارل شوي دي

دغه راز دکابل په دخولې دروازو دپوليسوکنترول زيات شوي  اوپه مقدسه اماکنو او دښار په تفريح ځايونو کې به دپوليسو شتون  زيات شي .

 دکابل دپوليسو دغه مقام خبرداري ورکړ  چې دوي نه يوازي  په ښارکې دبدامنې ، ترور او ډار له عواملو سره مبارزه کوي بلکي لنډغر اواستفاده غوښتوونکي افراد چې وغواړي داختر په ورځو کې دنورو اوپه تيره بيا په تفريح ځايونو کې دخلکو دځورنې سبب کيږي  دپوليسو له نظر څخه به لري پاتې نه شي .

دغه راز ده  هغو کسانو ته چې له سندونو پرته موتر چلونه کوي او ياپه ګړندې تګ راتګ سره دترافيکي قوانينو څخه سرغړونه کوي خبرداري ورکړ چي پوليس  ددغه  شان حرکاتو زغم نه لري . دپټاقي پيرودل او پلورل هم مجاز نه دي  اوپوليسو تراوسه پورې يوشمير کسان په دې اړوند نيولي دي .

جنرال سالنګي  دثبات اوآرامي دساتنې په  خاطر دخلکو دارامي غوښتنه وکړه او ويي ويل  دپوليسو دنورو نمرو ترڅنگ   د ١٠٠ شمير هم فعاله ده . که چيري زموږ هيواد وال له  کومې ستونزې سره مخامخ کيږي اويا دا چې خطراحساسوي ددغي  نمري په دايلولو سره د مرستي  غوښتنه وکړي.

ديوبل  خبرله مخې دکابل پوليسو پرون دولس تنه  دانسان تښتونې ، غلا او وژنې په تور ونيول . دنيولو شويو زيات شمير دنقليه وسايطو غله دي . او ويل شوي دي چې اته تنه يې  په کابل کې دوسايطو دغلا په څه ناڅه شلو پيښو کې لاس لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته