امنیت

په هرات کې دډير خطرناک انسان تښتوونکي بانډ له منځه تلل .

کابل باختر  دثور  ديرشمه :
په هرات ولايت کې ډير خطرناک انسان تښتوونکي بانډ دملي امنيت دسرتيرو له خوا  وپيژندل شو او وځپل شو .
دغه باڼد چې دانسان تښتونې ، په غير قانوني ډول له خلکو څخه دپيسو  دترلاسه کولو   ، وژنې او دغيرقانوني  فعاليتونو تور پرې لګول شوى دى په سازمان موندلي  ډول په هرات کې  په انسان تښتونې لاس پورې کاوه .
په هرات ولايت کې مسوولين ددغه خبر په اعلامولو سره وايي  دغه شپاړلس  کسيزه ډله په عبدالغفار  مشهور دغلام فاروق ،   په ‌ظريف  مشهور لعل محمد او دتاجمير په مشرۍ  له اتو مياشتو راپديخوا په هرات ولايت کې په انسان تښتونې بوخته وه چې دملي امنيت دلوى رياست دمنسوبينو له خوا نيول شوې ده
دملي امنيت دلوى رياست په خبرپاڼه کې ويل شوي دي نيول شويو انسان تښتوونکو اعتراف کړى دى  چې  په تيرو اتو مياشتو کې يې زموږ لس تنه هېوادوال تښتولي دي او له کورنيو څخه يې ددوى دخلاصون په بدل کې زياتې پيسې غوښتي دي .
  دغوکسانو دغه راز دعبدالوهاب ، عبدالقدير او نذير احمد په نومونو زموږ درې تنه هېوادوال شهيدان کړي دي .
دمسوولينو د څرګندونوله مخې: انسان تښتوونکو دهرات ښار په اتو سيمو کې دتښتول شويو  انسانانو دساتنې لپاره پټنځي جوړ کړي و چې تښتول شوي کسان يې دلنډ مهال لپاره پکې ساتل .
دغو انسان تښتوونکو لس  کورنۍ دغم او ماتم په ټغر کښينولي دي  چې دهغوى په نيونې سره به په هرات ښار کې دجرمونو په تيره بيا دانسان تښتونې کچه تر يوې اندازې  پورې ټيټه  شي .
ددې هېواد نوم ورکي سرتيري تل دخپلو پتمنو خلکو  په خدمت کې دي او هرڅوک چې دعامه نظم دګډوډولو سبب شي  نيسي او دقانون منګولو ته يې سپاري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته