خبرونهسیاستفرهنګTOP

د باختر اطلاعاتي اژانس رییس د رسنیو په پنځمه نړیواله سرمشریزه کې ګدون کړی

کابل، د لېندۍ ۱۳ مه، باختر

د باختر اطلاعاتي اژانس رییس مولوي ضیاءالحق حقمل د چین په ګوانګژو ښار کې د رسنیو په پنځمه نړیواله سرمشریزه کې ګدون کړی.

دغه سرمشریزه (د نړیوال باور ډېرول، د رسنیو د پرمختیا دودول) تر عنوان لاندې له ۱۰۱ هېوادونو څخه د ۴۵۰ تنه د رسنیو استازو، دولتي چارواکو، ډیپلوماتانو او نورو سازمانونو د استازو په ګډون پیل شوې، چې د روانې ډسمبر میاشتې تر اتمې نېټې پورې دوام کوي.

د رسنیو دغې سرمشریزه کې د افغانستان باختر اطلاعاتي اژانس، د چین د سینهوا، د روسیې د ټاس، رویترز، اسوشیتد پرېس، ایرنا، او نورو مشهورو اژانسونو په ګډون د ۱۹۷ رسنیو استازو ګډون کړی.

سرمشریزه کې پر بېلابېلو رسنیزو موضوعاتو لکه د رسنیو پر وړاندې ننګونې، دغې برخه کې شته فرصتونو ته توسعه ورکول، د رسنیو ترمنځ همکاري، د رسنیو ترمنځ باور رامنځته کول، د مهمو نړیوالو پېښو پر وړاندې د رسنیو رول، د رسنیو دیجیتلي کول او رسنیو کې د مصنوعي هوښ کارول او نورو موضوعاتو په اړه خبرې کېږي.

دغه سرمشریزه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې د سینهوا، ټاس، رویترز او ځینو نورو مشهورو خبري اژانسونو په نوښت رامنځته او په لاره واچول شوه او موخې یې د رسنیو ترمنځ همغږي رامنځته کول، دغې برخه کې پرمختیاوې او د رسنیو پیاوړي کول دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته