امنیت

د بغلان د خوست ولسوالۍ امنیتي حالت وڅېړل شو

کابل / د غبرګولي ۱۳ / باختر
د ۲۱۷ پامیرقول اردو مشرتابه او د بغلان ولایت مشرتابه هیئت د خوست ولسوالۍ د امنیتي حالت د څېړنې په موخه دغه ولسوالۍ ته سفروکړ.
د بغلان د والي ویاندې زرینې اماني دغې ولسوالۍ ته د بغلان ولایت او د ۲۱۷ پامیرقول اردو د مشرتابه هییت د سفرموخه د دغې ولسوالۍ د امنیتي حالت د څېړنې او د امنیتي او دفاعي ځواکونو ستونزوته رسیدګي وبلله.
د بغلان والي مرستیال د بغلان د مشرتابه هیئت په استازیتوب په خوست ولسوالۍ کې د مېشتوامنیتي او دفاعي ځواکونو ته وویل ، د ملي دفاع وزارت ، د ۲۱۷ پامیرقول اردو او د بغلان د مشرتابه هیئت په مشرۍ په ټول توان سره د خوست ولسوالۍ د اوسېدونکوملاتړکوي.
د بغلان د خوست ولسوالۍ اوسېدونکو د بغلان د مشرتابه له پاملرنې څخه مننه وکړه او د جمهوري نظام او له لاس ته راوړنوڅخه یې خپل ملاتړ دیني او ملي وجیبه وبلله.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته