سیاستخبرونهTOP

د ملي روغې جوړې د عالي شورا لومړنۍ غونډه جوړه شوه

کابل / د لیندۍ ۱۵ مه / باختر
د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمېټې پرانیستونکې غونډه نن سهار د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمد اشرف غني په وينا سره پيل شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د غونډې په پيل کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمد اشرف غني خبرې وکړې او د دغې غونډې له جوړولو څخه په هرکلي سره څرګنده کړه چې د سولې خبرې اترې حساس پړاو ته رسېدلې دي او سلامشورې بايد زياتې شي.
د دغې شورا د ٤٥ غړیو نومونه پخوا د جمهوررييس په فرمان کې اعلام شوي وو.
دا په داسي حال کې ده چې د محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي موافقه لیک له لاسليک کولو شپږ مياشتې او د ملي روغې جوړې د عالي شورا له جوړېدو وروسته دغه شورا تراوسه کومه غونډه نه ده کړې، خو د دغې شورا رييس د ملي روغې جوړې د عالي شورا له آدرس څخه څو رسمي بهرني سفرونه کړي دي.
په همدې حال کې يوشمېر سياسي کارپوهانو د ملي روغې جوړې د عالي شورا له جوړېدو مخکې د ډاکټر عبدالله پر سفرونو انتقاد کړى دى.
د غونډې جزئيات وروسته خپرېږي.
ختم-ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته