ټولنه

د هېواد په ختیځ کې د ۴۵ ښوونځیو لپاره د ودانیو د رغولو چارې پیل شوې

جلال اباد/باختر/ د چنګاښ ۳ مه
د ننګرهار په خوږیاڼو او سره رود ولسوالیو کې د ۲۲۰ میلیونو افغانیو په لګښت د ۴۵ ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو چارې پیل شوې.
د باختر اژانس د سیمه يیز خبریال د خبر له مخې، د یادو پروژو د رغولو چارې سره رود او خوږیاڼو ولسوالیو ته د ننګرهار د والي شاه محمود میاخېل او د یو شمېر نورو ملکي ادارو د مشرانو د سفر پر مهال د پټۍ په پرېکولو سره پیل شوې.
میاخېل وویل، چې په دغو پروژو کې د ۱۲۵ میلیونو افغانیو په لګښت یې د ۲۸ ښوونځیو د ودانیو د جوړولو چارې په خوږیاڼو او د ۹۵ میلیونو افغانیو په لګښت یې د ۱۷ ښوونځیو ودانیو جوړولو چارې په سره رود ولسوالۍ کې پیل کړې .
هغه وایي،په دواړو ولسوالیو کې د بېلابېلو سکتوري ادارو له لورې د یو میلیاردو څلور سوه دیارلس میلیونو افغانیو په لګښت سلګونه نورې پروژې هم تر کار لاندې دي .
.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته