امنیت

د طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلل

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
د وسله والو طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل په فراه ولايت کې د عملياتو په بهير کې دپوليسو لاس ته ورغلل.
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغوجنګي وسايلوکې دهاوان او توغندي ماينونه د دوه اتيا ملي متر توپ، داشکې او د زيګو يو ګولۍ، د ټانګ ضد ماين، بوشکه يي ماين څو کلاشينکوفونه او روسي تومانچې شته.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: دغه جنګي وسايل د افغان ګډو ځواکونو له خوا د فراه ولايت په بېلابېلو ساحوکې د يو لړ عملياتو په بهيرکې ترلاسه شوي دي .
ويل کيږي؛ دغه جنګي وسايل اوس امنيې قوماندانۍ ته سپارل شوي چې وروسته به د وسلو د راټولولو کميسيون ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته