کابل /دلړم ١٥مه / باختر :
په کابل کې دپاکستان سفارت وايي چې افغان ناروغانو ته ويزه ورکوي .
دوه ورځې مخکې دپاکستان سفارت يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په افغانستان کې دپاکستان دديپلوماتيکي مرکزونو دتړل کېدو خبرورکړ .
دې کار دافغانستان په زرګونو خلک چې ددرملنې ، سوداګرى او دخپلو دوستانو دکتنې لپاره پاکستان ته ځي ، اندېښمن کړل .
خو دپاکستان سفارت په يوه خبرپاڼه کې وويل :هغوافغان ناروغانو ته چې مساعد روغتيايي حالت نه لري او غواړي چې ددرملنې لپاره پاکستان ته لاړ شي ، ويزه ورکوي.
دغه هېواد امنيتي ستونزې په افغانستان کې دپاکستان دديپلوماتيکي دفترونو ددروازو دتړلو لپاره ستر دليل بللې دى .
ختم_ ف _اکرم