کابل / د غبرګولي ٢٣ مه / باختر
اووه وسله وال طالبٍان تېره شپه لغمان کې په دوو هوايي بريدونو کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت وياند روح الله احمدزي د باخترآژانس خبريال ته وويل: هوايي ځواکونو د لغمان د الينګار ولسوالۍ په پل چنار او د اليشنګ ولسوالۍ په کهنه پال سيمو کې د وسله والو طالبانو د راغونډيو په وخت کې پرې هوايي بريدونه وکړل چې په پايله کې ٧ وسله وال طالبان ووژل شول او ٥ نورټپيان شول.
دغه راز د دښمن يوشمېر سپکې او درندې وسلې هم له منځه يووړل شوې.
پاى \ ذ
6 د یوې دقیقې څخه لږ