ابوجا بي بي سي باختر د ليندۍ دمياشتې ٣:
دبوکو حرام دډلې جګړه مارانو په يوبل پراخ بريد لاس پورې کړى چې په بهير کې يې نږدې پنځوس تنه وژ ل شوي دي .
ويل شوي دي چې ددغې ډلې دوروستيو ورځو په بريدونو کې څه ناڅه سل تنه وژل شوي د ي .
باخترآ ژانس دبهرنيو خبرځايونوله خولې خبر راکړ :
دبوکو حرام دډلې يوشمير جګړه مارانو چاد ته دنايجريا ارتباطي لاره تړلې ده او د کب پلورونکو پنځوس کسيزه ډله يې دکبانو دپيرودنې لپاره چاد ته ددوى دلارې په اوږدو کې وژلي دي .
دتيرکال دليندى په مياشت کې هم اووه تنه کب نيونکي په دې سيمه کې دبوکو حرام دځواکونوله خوا ووژل شول.
دروان کال دزمري په مياشت کې دبوکو حرام ډلې د دوګان باګا په کلي په بريد سره اووه نوي تنه وتښتول او اته ويشت تنه يې ووژل .
دبوکو حرام ډله له ٢٠٠٩ ميلادي کال ر ا په دې خوا دنايجريا له حکومت سره په جګړه کې ده .
ويل کيږي چې دروان ميلادي کال په بهير کې په دغه اړو دوړ کې دوه زره تنه ملکي وګړي وژل شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل