امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان په نورستان کې ووژل شول

کابل باختر د وري څلورمه :
نهه تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې د نويو جګړو په بهيرکې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه او نن سهار د برګ مټال او کامديش په ولسواليوکې بريدونه وشول .
جګړه هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو په داسې حال کې چې نوى له پاکستان څخه راغلي وو؛ د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ.
  د هېواد په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دې جګړه کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
  ويل کيږي  په دې جګړه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته  زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانو په نورستان ولايت کې د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو د دوو ډيپو ګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
  دغه ډيپوګانې په وروستيو څليرويشتو ساعتوکې د برګ مټال له ولسوالۍ او د پارون ښار ته څېرمه د ځانګړو عملياتوپه بهيرکې کشف شوي دي.
  د نورستان پوځي مقامات وايي چې له دغو ډيپوګانوڅخه په لسګونو سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته