کابل_ باختر دچنګاښ لومړي::
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام .
په ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې دملي راډيو تلويزيون يوسابقه لرونکي خدمتګار انجنير سيد نعيم دهغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه وفات شوى دى .
ارواښاد انجنير سيد نعيم دهيواد له تجربه لرونکو او صادقو انجنيرانوڅخه و ، دزده کړو له پاى ته رسولو وروسته يې په راډيو افغانستان کې په تخنيکي خدمتونو لاس پورې کړ، وروسته دملي راډيو _ تلويزيون دتخنيکي رييس په توګه په کاربوخت و ، صادقانه او دقدر وړ خدمتونه يې ترسره کړل ، مړينه يې ضايعه ده دخپلې ډاډګيرنې او خواخوږي مراتب دده کورنۍ دوستانو او همکارانو ته څرګندوم او متوفي ته دمغفرت او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوم .
دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين دملي راډيوتلويزيون او دباختراژانس ديوسابقه لرونکي کارکوونکي په توګه دانجنير سيد نعيم دمړينې له امله د ډاډګيرنې مراتب څرګند کړى دى او ارواښاد ته يې دلوى خداى ( ج ) له دربارڅخه دفردوس جنت او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کړې ده .
0 1 دقیقه لوستل