نړۍ

د عربستان باچا پاکستان ته سفرکوي

جده – اى پى پى  – باختر د غبرګولې دمياشتې ٣١
د عربستان باچا سلمان ابن عبدالعزيز غواړي په راتلوونکي کې پاکستان ته سفر وکړي. خو لا تراوسه پورې د دغه سفر پروګرامونه او هدفونه نه دي مشخص شوي.
د پاکستان رسمي خبري آژانس (اى پي پي) پرون خبر ورکړ چې د دغه هيواد جمهور رييس ممنون حسين چې د عمرې د مراسمو د پرځاى کولو لپاره عربستان ته سفر کړى دى؛ په جده ښارکې له ملک سلمان سره په کتنه کې په رسمي ډول پاکستان ته د سفر بلنه ورکړه. د عربستان باچا دغه بلنه منلې ده.
د پاکستان جمهور رييس تېره اوونۍ عربستان ته سفر وکړ. که څه هم د پاکستان او عربستان دولتي رسنيو د دغه سفر هدف د عمرې د مراسمو پرځاى کول اعلام کړي دي؛ خو ممنون حسين د عمرې د دغې سفر ترڅنګ د عربستان له باچا او د کعبې شريفې د امام جماعت شيخ حامد الغامدي سره کتلي دي او د دوه اړخيزو اړيکو او د سيمه ييزو او نړيوالو مسئلو په باب ورسره غږيدلى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته