سیاست

په کابل کې د جرمني سفارت د کورني او بهرني سیاست مشر د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال سره وکتل

کابل_باختر د لړم د مياشتې ٥ مه
په کابل کې د جرمني سفارت د کورني او بهرني سیاست مشر د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال انجنيرمحمدخان سره وکتل.
په دې کتنه کې د هېواد په روان وضعیت خبرې وشوې او ټینګار وشو چې دواړه هېوادونه باید له یو له بل سره د ګډو ستونزو په هواري کې مرسته او همکاري وکړي.
د اجراييه رياست د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د افغانستان لپاره د جرمني سفارت د کورني او بهرني سیاست مشر لورنز سټریټ مټر د دواړو هېوادنو تر منځ په همکارۍ ټینګار وکړ او زیاته يې کړه چې د جرمني هېواد به له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
نوموړي زیاته کړه چې د جرمني هېواد څو کاله وړاندې د افغانستان په څېر یو جګړه ځپلی هېواد و، خو د پرله پسې هڅو په پایله کې دا وضعیت بدل شو او د جرمني هېواد په یو ارام، سوکاله اوپه یو پرمختللي هېواد بدل شو.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال انجينیر محمد خان په دې کتنه کې د جرمني د مرستو څخه چې له افغانانو سره يې کړي مننه وکړه اوزیاته يې کړه چې له هېواد څخه د ځوانانو د تښتې کچه مخ په ډېریدو ده، خو دولت ژمن دی چې نورو هېوادونو ته د ځوانانو له فرار څخه مخنیوی وکړي.
لومړي مرستيال په ځانګړې توګه د جرمني هېواد له هغو مرستو مننه وکړه چې په تېرو ۱۵ کلونو کې يې له افغانستان سره کړې لومړي مرستيال د جرمني هېواد یو له هغو هېوادونو یاد کړ چې تل یې له خلکو سره له کومې تمې او ګټې پرته مرستې کړې دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته