ټولنه

په دايکنډي کې د سيلاوونو د راوتلو له امله د استوګنې شپږ کورونه ويجاړ شول

کابل باختر د وري  نهه ويشتمه :
له سختو اورښتونو وروسته د سيلاوونو د راوتلو له امله په دايکنډي ولايت کې د استوګنې شپږکورونه ويجاړ او په لسګونو جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.
  د دايکنډي ولايت د خدير ولسوال عبدالقادر حيدري  ددغه خبر په تاييدولو سره دباخترآژانس خبريال ته وويل چې له سختو اورښتونووروسته دسيلاوونو  د راوتلو له امله د خدير ولسوالۍ د واټونو په ګډون د استوګنې شپږ کورونه ويجاړ شوي خو له نيکه مرغه د سرزيان نه دى اوښتى .
د دايکنډي دولايتي شورا غړي غيرت جوهري وويل چې د دغوسيلاوونو دراوتلو له امله دڅښاک د روغتيايي اوبو د چينو او کاريزونو په ګډون په لسګونو پلونه او پلګوټي او دغه راز په لسګونو جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې او په لسګونو ميوه لرونکي اوبې ميوې نيالګي له منځه تللي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته