– کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٥ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د جمهوري ریاست د حفظ او مراقبت کارکوونکو سره په کتنه کې هر یوه ته د اختر مبارکي وویله.
دجمهور رئيس دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ : په پیل کې فضل باري د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د هېواد له جمهور رئیس څخه یې د خدماتو کارکوونکو ته د هغه د پاملرنې مننه وکړه. هغه ډاډ ورکړ چې د حفظ او مراقبت ټول کارکوونکي په شوق کار کوي او په ورسپارل شویو چارو کې به خپلې هڅې ونه سپموي.
وروسته جمهوررئیس محمد اشرف غني د جمهوري ریاست د حفظ او مراقبت کارکوونکو ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وویله او زیاته یې کړه: تاسو په خپل پرله پسې کاراو زیار سره د ارګ بڼه بدله کړې اوزه موله کاره راضي یم. د هېواد جمهور رئیس زیاته کړه، ارګ په ما نه، بلکې د افغانستان په خلکو پورې
اړه لري او تاسو د ارګ د ساختماني چارو د ښه والي په موخه په خپل دوامدار کار سره دا ځای راتلونکي نسل ته تلپاتې کوئ.
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل