فرهنګ

د ځوانانو دملي پاليسۍ دتطبيق دزمينو دبرابرولو په اړوند خبرې وشوې .

کابل باختر دوږي شپږمه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست  پوهاند محمد رسول باوري نن  په کابل کې  دملګروملتو دسازمان  دوجهي صندوق له استازو سره په کتنه کې  دځوانانو دملي پاليسي دتطبيق دزمينو دڅرنګوالي په باب  خبرې وکړې .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې کتنه کې  دملګروملتو دسازمان  دوجهي صندوق د ځوانانو دبرخې مسوول  نور محمد مراد ،  دځوانانو دملي پاليسي په اړوند  چې دځوانانو دچارو دمعينيت له خوا  دملګروملتو دسازمان  دوجهي صندوق او داړوندو ارګانونو په مالي او تخنيکي سره  برابره شوې ده  ، معلومات ورکړل او ويې ويل  چې  دملګروملتو دسازمان او دافغانستان ددولت  دغه ګډ پروګرام  په افغانستان کې دځوانانو او تنکيو ځوانانو دملاتړ لپاره  جوړ شوى دى .
ده څرګنده کړه زموږ موخه داده چې ددولت په همکارى ددغې پاليسۍ دتطبيق په لاره کې  عملي کار پيل کړو .
  دغه راز په دې کتنه کې  دځوانانو دچارو  په معينيت کې  دملګروملتو دسازمان  دوجهي صندوق  دپلان اوپاليسۍ جګپوړي  مديرې ولولې عنايت  تره کي هم خبرې وکړې او ويې ويل  چې دغه پروګرام  دځوانانو لپاره  د دولسو  سترو او کوچنيو پروګرامونو مجموعه ده  چې  دروغتيا ،  پوهنې ، کارموندنې ، ګډو مسايلو او دمشارکت په ګډون  په پنځو اساسي  برخو کې  برابر شوى دى  چې دغه پنځه برخې  دځوانانو لپاره  عملي پروګرامونه لري .
دې زياته کړه  چې په دې برخه کې  دملګروملتو دسازمان  ټولې موسسې له دولت سره  يوځاى کار کوي  چې ځوانانو ته  محسوس کار ترسره کړي .
  ده زياته کړه  چې له دغه پروګرام سره ملګري ملتونه او مرستندوي موسسې په هغه صورت کې مالي ملاتړ کوي چې ددولت  دلوړو مقاماتو له خوا  دتاييد وړ وګرځي .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ددې تر څنګ چې  دځوانانو دمالي پاليسۍ دتطبيق دعملي کار  دپيلولو په خاطر دملګروملتو دسازمان  دوجهي صندوق  دهڅو او هاند له امله قدرداني وکړه ، ددغه صندوق  له استازو څخه يې  وغوښتل  چې په دې برخه کې  زيات معلومات  ورکړي . چې  هغه  دتاييد په  خاطر ددولت  لوړو مقاماتو ته وړاندې کړي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته