سیاست

ډاکټر عبدالله عبدالله دافغانستان او اندونيزيا ترمنځ داقتصادي او سوداګريزو اړيکو په پراختيا باندې ټينګار وکړ .

 کابل باختر د تلي دولسمه :

دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس  ډاکټر عبدالله عبدالله نن سهار داندونيزيا  له جمهور رييس  جوګو ويديدو سره د دغه هېواد  دجمهوري رياست  په ماڼۍ کې وکتل .
  داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر پاختراژانس ته خبرورکړ ،  په دې کتنه کې  داندونيزيا جمهور رييس دغه هېواد ته دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رييس  او د هغه د ملګري هيئت  ورتګ ته  ښه راغلاست ووايه او په اندونيزيا کې د زلزلې او سونامي په خاطر يې داجراييه رييس د ډاډ ګېرنې او همدردۍ  دپيغام له امله  مننه وکړه .
  جمهور رييس  ويدودو په خپل هېواد کې  وروستۍ پيښه  زړه بوږ نوونکي وبلله او ټينګار يې وکړ چې  له زيانمنو شويو  کسانو سره د مرستې او همکارۍ لپاره هڅې دوام لري .
  دهېواد اجراييه رييس داندونيزيا دحکومت دبلنې او هرکلي له امله  په مننې او قدردانۍ سره  دخپلو خبرو په پيل کې خپل او د افغانستان دحکومت اوخلکود ډاډ ګېرنې او خپګان  مراتب په اندونيزيا کې  د وروستۍ زلزلې او سونامې له امله  دسر د اوښتي زيان  او مالي تاوان په خاطر داندونيزيا جمهور رييس ته  څرګند کړل .
اجراييه رييس  د دواړوهېوادونو ترمنځ اړيکې  دوستانه وبللې او افغانستان ته  داندونيزيا دجمهور رييس او دجمهور رييس دمرستيال وروستي سفرونه يې ددواړو هېوادونو ترمنځ داړيکو  دلازياتې پياوړتيا  او ټينګښت په لاره کې بنسټيز ګامونه او د دغو  دوستانه اړيکو نښه نښانه وبلله .
  د هېواد اجراييه رييس دخپلو خبرو په دوام  د دواړو هېوادونو ترمنځ داقتصادي _ سوداګريزو اړيکو په پراختيا او په افغانستان کې  داندونيزيايي شرکتونو په پانګونې ټينګار وکړ .
  اجراييه رييس  دخپلو خبرو په دوام  زياته کړه داندونيزيا دسوداګرۍ خونوته يې  بلنه  ورکړې ده چې افغانستان ته سفر وکړي  او دکانونو ، کريمه ډبرو او د انرژي بنسټونو او خدمتونو په برخه کې  دپانګونې زمينې او فرصتونه له نږدې  وارزوي.
اجراييه رييس  دخپلو خبرو په يوه بله برخه کې دسولې له بهير او په دې مناسبت  دافغانستان  ، پاکستان او اندونيزيا دعالمانو دګډې غونډې له کوربه توب سره  داندونيزيا دجمهور رييس  دمرستې او علاقمندۍ له امله مننه او قدرداني وکړه. اجراييه رييس  داسلامي هېوادونو ترمنځ داندونيزيا  د درناوي وړ دريځ او په راتلونکې کې  د ملګروملتود سازمان دامنيت شورا  د غړيتوب  ترلاسه کولو ته  په اشارې سره  ټينګار وکړ  چې اندونيزيا کولاى شي د سولې په بهير او په سيمه ېيز  ټينګښت  د لاس موندلو په بهير کې  کارنده رول ولوبوي .
  داندونيزيا جمهور رييس  داجراييه رييس   دخبرو په هرکلي سره وويل چې اندونيزيا  په افغانستان کې دسولې او پخلاينې دبهير ملاتړ کوي اوپه دې لاره کې  خپلو هڅو ته  دوام ورکوي .
   جمهور رييس  وي دودو  دغه راز زياته کړه چې په افغانستان او سيمه کې دسولې او امنيت دټينګښت غوښتونکي دى  او په اندونيزيا کې دعالمانو درې اړخيزه غونډه يې په روغې جوړې د لاس موندلو په لاره کې  يو ګام وباله .
جمهور رييس وي دودو په سولې دلاسبرى لپاره د اعتماد جوړول اساسي کار وباله او ټينګار يې وکړ  چې دعالمانو درې اړخيزه غونډه  په دې لاره کې  يو ګام و .  جمهور رييس  وي دو دو دغه راز زياته کړه چې په سولې دلاسبرى په لاره کې  ننګونې زياتې  دي او موږ  دې ته اړ يو چې له ستونزو سره سره  خپلو هڅو ته دوام ورکړو .
  داندونيزيا جمهور رييس  له طالبانو او له نورو ښکيلو ډلو څخه وغوښتل  چې له جګړې څخه لاس واخلي او د مسئلو دحل کولو لپاره دې له خبرو او سوله ېيزو  چلندونو څخه  کار واخلي .
  ختم_ ف _ اکرم
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته