کابل / دتلې ٩مه / باختر :
طالبانو دميدان وردګو _ غزني په لويه لاره کې مسافران ځوروي .
دغزني دوالي وياند محمد عارف نوري دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه طالبان دغزني _ ميدان وردګو په لويه لاره کې دمسافرانو دموټرو پلټنې کوي او مسافران ځوروي .
هغه له دولتي کارکوونکو وغوښتل چې په دغه تګلوري کې خپل تګ راتګ کم کړي او احتياط وکړي .
څو ورځې مخکې هم په همدغه تګلوري کې دغزني دامنيې قوماندانۍ ملکي مرستيال شهيد شو .
ختم_ سعيده _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ