فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معین مصر ته روان شو

کابل/ باختر/ د سلواغې دمیاشتې ۱۵مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین پوهاند محمد رسول باوري د اسلامي همکاریو د سازمان د دارالانشاء په لومړنۍ جشنواره کې د ګډون په مقصد په څلور ورځني سفر د مصر قاهرې ښار ته روان شو.
د باختر آژانس د خبر له  مخې:
دغه جشنواره چې د فبروري له ۵ مې څخه تر ۹مې نېټې پورې به دوام ولري، د (OIC) یا د اسلامي همکاریو د سازمان ټول غړي هېوادونه به پکې ګډون وکړي.
په دې جشنواره کې چې د مصر په مرکز قاهرې ښارکې جوړېږي؛ په کې د سیاسي کتنو سربېره، فرهنګي پروګرامونه، د ژبو پوهاوی، فولکلور، تیاتر، اسلامي دودونه، سینماتوګرافي، ادبي او هنري لاسته راوړنې هم نندارې ته وړاندې کېږي.
د یادونې وړ ده چې په دې ستره جشنواره کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په معین سربېره د دغه وزارت د بېلابېلو ادارو ۱۴ کسیزه ډله هم ګډون کوي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته