فرهنګ

دانځورګرى داثارو نندارتون جوړ شو .

کابل باختر د ليندى  دولسمه :
دغلام محمد ميمنه ګي  دهنرستان اودمدنې ټولنې  دنجونو دانځورګرى  داثارو نندارتون نن دملي نګارستان دسولې او اميد په بڼ کې پرانستل شو .
په دې نندارتون کې دغلام محمد ميمنه ګي دهنرستان دنجونو او دمدني  ټولنې دانځورګرانو په واسطه چې نجونې  دي څه دپاسه پنځوس  انځور  شوي  اثار نندارې ته وړاندې شوي دي .
دغه  نندارتون دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دبندولو دکمپاين په دوام جوړ شوى دى .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، ددغه نندارتون دپرانستلو په مراسمو کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين فاضل سانچارکي خبرې وکړې او ويې ويل چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دښځو  پرخلاف  دتاوتريخوالي  دبندولوپه باب  ډول ډول پروګرامونه پيل کړي دي چې يوله دغو پروګرامونوڅخه ددغه نندارتون جوړول دي .
دده دڅرګندونو له مخې، په دې نندارتون کې  نجونو دهېواد دښځو او نجونو دردونه او کړاونه دانځورګرى له هنر څخه په ګټې اخستنې سره انځور کړ ي دي
سانچارکي  ټينګار وکړ چې بايد دښځو پرخلاف ډول ډول تاوتريخوالي پاى ته ورسول شي دغه موضوع دپرله پسې  مبارزې غوښتنه کوي چې په داسې فرهنګ بدل شي چې په هيڅ بنسټ کې کومه ښځه او کومه نجلۍ ترتاوتريخوالي لاندې ونه نيول شي .
په همدې ترتيب داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دجندر امرې پيغلې  محبوبې سعادت خبرې وکړې او ويې ويل چې دښځو پرخلاف تاوتريخوالي يواځې دوهلواو ډبولو  فزيکي تاوتريخوالى نه دى بلکې زموږ دهېواد ښځې نن  هم په ټولنه ، هم په کور اوهم په دفتر کې له پټ اور واني تاوتريخوالي سره مخامخې دي
دې وويل زه به دجندر د امرې په توګه ددې  وزارت دښځو او نجونو پرخلاف دتاوتريخوالي په زيانونو د پوهاوي په مقصد دروزنيزو پروګرامونو په جوړولو سره هڅه او هاند وکړم .
  دملي نګارستان مسوولې صابرې رحماني خبرې وکړې او ويې ويل چې ملي نګارستان دهنري نندارتونونو په جوړولو سره تاوتريخوالى بربندوي .
   ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته