خبرونهاقتصادTOP

نظري: د زیربنایي پروژو په پلي کولو کې موسسو ته آسانتیاوې برابرو

کابل، د لېندۍ ۱۴مه، باختر

د اقتصاد وزارت مسلکي معین ډاکټر عبدالطیف نظري غزني ته د رسمې سفر په ترڅ کې د موسسو او خصوصي سکتور له مسوولینو سره په کتنه کې ویلي، چې اقتصاد وزارت د هغو موسسو لپاره چې په هېواد کې زیربنایي پروژې پلي کوي، ورته آسانتیاوې برابروي.

د اقتصات وزارت مسلکي معین ډاکټر عبدالطیف نظري په یاده کتنه کې وویل، چې په تیرو څلوېښتو کلونو کې افغانستان د جګړو له امله په اقتصادی ډګر کې پاتي راغلی او اوس اړتیا ده، چې د زیربنايي پروژو په پلي کولو سره، د خپل هېواد اقتصاد ته وده ورکړو.

په یاده کتنه کې د غزني والي حافظ محمد امین عمري وویل، چې په تیرو شلو کلونو کې هیڅ اساسي او بنیادي کار دغه ولایت ته نه دی شوی او په لرې پرتو سیمو کې خلک اوس له حکومت څخه ښوونځي، مدرسې او د ټولګټو پروژو پلي کول غواړي، چې په وینا یي په دې برخه کې د موسسو همکاري خورا اړینه ده.

عمري په یاد کتنه کې د کورنیو او نړیوالو موسسو له مسوولینو څخه وغوښتل چې په هېواد کې دې اساسي او زیربنایي کارونو ترسره کړي چې هېواد  نور په اقتصادي ډګر کې له احتیاجه څخه خلاص شي.

د کتنې په پای کې د سکتوري ادارو او موسسو مسوولینو د اقتصاد وزارت له مسلکي معین سره خپلي لاسته راوړنې، ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او د موسسو او سکتوري ادارو پر ښې همغږۍ یې ټینګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته