سیاست

د آلمان د پارلمان له يو غړى سره د بهرنيو چارو وزارت د سياسي معين کتنه

کابل باختر د وري درې ويشتمه :
دبهرنيو چارووزارت سياسي معين ارشاداحمدي نن له غرمې مخکې د آلمان د پارلمان له يوه غړي ښاغلي اميد نوري پور سره د خپل کار په دفترکې وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د ويندوى دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: په دې کتنه کې  دواړولورو دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانودانتخاباتو دبريالي ترسره کيدو، له ٢٠١٤ کال وروسته د آلماني ځواکونو د شتون او له افغانستان سره د آلمان  د مرستو د دوام په ګډون د موضوعګانو په باب خبرې وکړې.
په پيل کې ارشاد احمدي افغانستان ته دنوري پور دسفر له امله ښه راغلاست ووايه  او له ده سره دکتنې له امله دخوښي دڅرګندولو په ترڅ کې وويل چې د آلمان هيواد د يوښه اوباور وړ دوست په توګه دافغانستان دولت اوخلکو ته ځانګړى ځاى لري او په افغانستان کې په امنيتي، پرمختيايي او د بيا جوړولو په ساحوکې ددغه هيواد مرستې د يادونې او قدر وړ دي.
په مقابل کې ښاغلي نوري پور له ښاغلي احمدي سره دکتنې د فرصت له امله دمننې دڅرګندولو په ترڅ کې په برياليتوب سره د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو ترسره کيدل او په  تيرو دولسو کلونوکې دافغانستان دنورو برياليتوبونوله امله دې ته مبارکي وويله او زياته يې کړه چې د آلمان دولت اوخلک هم له افغانستان سره خپلو اړيکوته په خاص نظرګوري او له افغانستان سره د آلمان مرستې تل ددغه هيواد د خلکو او پارلمان له ملاتړ سره يوځاى دي.
آلمان به له افغانستان سره د زياتومرستو لپاره په خپلوژمنو ولاړ پاتې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته