امنیت

د شهيد سردارمحمد داوود خان په روغتون بريد وغندل شو

کابل باختر د کب دمياشتې  ٢٤ :
د پنجشير ولايت سيمه ييزو مقاماتو نن د يوې غونډې په ترڅ کې د شهيد سردارمحمد داوود خان په روغتون بريد سخت وغانده.
د پنجشير ولايت سيمه ييز مقامات وايي: تروريستانو په خپل دغه ډارن عمل  سره وغوښتل چې يوځل بيا زموږ د بيچاره خلکو ژوند واخلي او خپلو انساني ضد عملونو ته دوام ورکړي.
د پنجشير سيمه ييزو مقاماتو  ټينګار وکړ چې د ملي وحدت حکومت بايد د دغه بريد عاملين ونيسي او سزا ورکړي او د ډارا چوونکو په وړاندې د دولت سياست روښانه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته