ورزش

کندز اتل شو

کابل باختر د سلواغې  اته ويشتمه :
د کندز د فوټبال ټيم په قندهارکې د پيوستون او وحدت د جام د فوټبال د سياليو اتل شو.
د کابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د پيوستون او وحدت د جام د فوټبال په وروستيو سياليوکې د کندز او کابل د فوټبال ټيمونو لوبه وکړه چې لوبه په دوو دوو ګولونو سره په برابره پاى ته ورسيده او په پاى کې لوبه د پنالټي په وهلو سره د دوو په وړاندې په دريو سره د کندز ټيم په ګټه پاى ته ورسيده او دغه ټيم د دغو لوبو اتل شو .
دغه راز د کابل او تخار ټيمونو دويم او دريم مقامونه وګټل .
د قيومي دڅرګندونوله مخې: د پيوستون او وحدت د جام د فوټبال سيالۍ دوه اوونۍ مخکې د اتو تيمونو ترمنځ په قندهارکې پيل شوې وې چې پرون پاى ته ورسيدې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته