کابل باخترد سلواغې ٢ نيټه :
د جبرئيلي ښارګوټي د وروستۍ ډار اچوونکې پيښې له ټپيانو سره نغدي مرسته وشوه .
دغه مرستې دافغانستان داجرايېه رياست له خوا برابرې شوي دي چې نن د مراسمو په ترڅ کې په لسو تنو ټپيانو ووېشل شوې.
د هرات والي محمدآصف رحيمي د دغو مرستو د برابرولو په لاره کې د موظف
کميسيون د هلو ځلو له امله قدرداني وکړه او يوځل بيا يې د قربانيانو له
کورنيوسره د خپلې خواخوږۍ مراتب څرګند کړل. پاى ج ذد
0 د یوې دقیقې څخه لږ