کابل باختردزمري دمياشتي ١٥
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، نن سهار د تاجکستان له جمهوررئیس امام علی رحمان سره ټلیفوني خبرې وکړې.
باختر اژانس ته دجمهوري رياست دمطبو عاتي دفتر دمعلوماتو له مخې .
په دغو ټلیفوني خبروکې دواړو لورو د سیمې د حالاتو، د ګډې پولې د امنیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ په بیلابیلو برخوکې د همکاریو د دوام په باب خبرې وکړې