کابل باختر د وږي ديارلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني ، پرون له غرمې وروسته د ایران د کورنیو له چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لوریو د دواړو هېوادونو د اړیکو او همکاریو په اړه بحث وکړ.
جمهور رئیس غني وویل، د افغانستان او ایران تر منځ پوله باید د اقتصادي او امنیتي همکاريو نقطه وي او زیاته یې کړه، چې د افغانستان حکومت تل له ایران سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په هڅه کې دی او له امریکا سره موافقې ته د ایران له رسېدو وروسته د افغانستان حکومت له ایران سره د زیاتو همکاریو غوښتونکی دی.
د هېواد جمهور رئیس وویل، موږ غواړو د دواړو لوریو تر منځ همکاریو کې څرګند پرمختګ راشي، تر څو د دواړو هېوادونو اړیکې پیاوړې شي، ځکه دواړه هېوادونه له ګډو فرصتونو او ازموینو سره مخ دي.
جمهور رئیس ټینګار وکړ، د افغانستان حکومت هیڅ وخت په حقایقو انکار نه دی کړی ، تل یې ستونزو ته مناسبې حل لارې لټولې دي.
د هېواد جمهو رئیس وویل، موږ غواړو له ایران سره د پولې په اوږدو کې ګمرکي مرکزونه زیات کړو، تر څو د دواړو لوریو تګ راتګ زیات شي. د نشه یي توکو د قاچاقو او د غیر قانوني توکو د لېږد مخه ونیول شي او له همدې لارې باید جرمي اقتصاد هم تر فشار لاندې راشي.
جمهور رئیس غني همدارنګه د کډوالو د ستونزو په اړه وویل، په ایران کې د افغان کډوالو ستونزه باید په یو څرګند چوکاټ کې تنظيم شي او په پړاويزډول یې حل لارې ولټول شي.
په دې کتنه کې د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي وویل، له افغانستان سره د ورورۍ او ملګرتیا اړیکې لرو. د ایران حکومت په راتلوونکي کې هم د افغانستان ملګرتیا ته ژمن دی. ده زیاته کړه، ایران د افغانستان د نږدې ګاونډي په توګه افغانستان ته ګواښ په حقیقت کې ایران ته ګواښ بولي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل، د اقتصادي او امنیتي ستونزو د حل لپاره باید له بې وزلي او ناپوهي سره مبارزه وشي، ځکه دښمن د خلکو له همدغو شتو څخه ناوړه استفاده کوي.
ښاغلي فضلي وویل، د افغانستان امنیت زموږ لپاره مهم دی او د ایران سیاسي مشرتابه د موضوع د ارزښت په درک کولو، له افغانستان سره د سولې په برخه کې مرسته کوي.
د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د ملي امنیت د شورا سلاکار محمدحنیف اتمر او د چارو د ادارې لوی رئیس عبدالسلام رحیمي هم په دې کتنه کې ګډون درلود.