امنیت

دماين دچاودنې له امله يو ماشوم ووژل شو او درې تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر د لړم لسمه :

په فارياب ولايت کې پرون  دماين  دچاودنې له امله  يو ماشوم  شهيد او درې تنه نور ټپيان شول .

دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ  مطبوعاتي مسوول  سيد مسعود يعقوبي  دباختراژانس خبريال ته وويل  يو ماين  چې دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ  د وروستيو جګړو  له وخت څخه  دقيصار ولسوالۍ دخواجه کنتي  په ساحه کې پاتې و ،  چې دماشومانو  دلوبې په وخت کې وچاوديد .

يعقوبي زياته کړه په دې پيښه کې يو دولس کلن ماشوم شهيد او درې تنه نور
ټپيان شول .
  خبرځاى زياته کړه طالبانو  له امنيتي ځواکونوسره د جګړې په وخت کې  لارې دماينونو په ښخولو سره  بندوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته