ورزش

دملي دفاع وزارت په قرارګاه کې يو ورزشي سالون جوړ شو

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٠
د ملي دفاع وزارت د قرارګاه ورزشي سالون چې نوى د لسو مليونو افغانيو په لګښت جوړ شوى دى؛ نن پرانستل او د استفادې وړوګرځيد.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: ددغه سالون د پرانستلو په مراسموکې د هيواد د ملي دفاع وزير ستر جنرال بسم الله محمدي، د دغه وزارت لوى درستيز ستر جنرال ارکانحرب شيرمحمد کريمي او ددغه وزارت او د ستر درستيز يو شمېر جنرالانو او رييسانو ګډون کړى و.
دملي دفاع وزير ددغه وزارت دقرارګاه دمنسوبينو دفزيکي ځواکمنتيا دپياوړتيا او سالمې بوختيا په لاره کې ددغه سالون جوړول مهم وبلل.
دملي دفاع وزير د دغه سالون د پرانستلو په مراسموکې د انسانانو په سلامتيا کې د ورزش رول ارزښتناک وباله او د دغه وزارت د قرارګاه له منسوبينو څخه يې وغوښتل چې په دغه سالون کې له موجودو امکاناتو څخه مثبته او زياته استفاده وکړي.
دغه سالون په مدرنو ورزشي امکاناتو سمبال شوى دى او په يو وخت کې د ١٠٠ تنو ورزشکارانو ظرفيت لري.
د يادونې وړ ده چې د ملي دفاع وزارت په تيرو دولسوکلونوکې د ملي اردو د افسرانو، بريدملانو او سرتيرو د فزيکي ځواکمنتيا د پياوړتيا په مقصد په درست هيوادکې مدرن ورزشي امکانات د دغو ځواکونو په واک کې ورکړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته