امنیت

اووه ديرش تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او څه ناڅه ديرش تنه نورټپيان شول .

کابل باختر د زمري دوه ويشتمه :
دهيواد په ځينو ولايتونوکې دملي اردو په پرونيو چاڼيزو عملياتو کې  اووه ديرش تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او څه ناڅه ديرش تنه نور ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. دغه عمليات دهيواداوخلکوددښمنانو دځپلو او دسولې او امنيت دټينګښت په مقصد دننګرهار ،بادغيس  ، فراه  ، قندهار، روزګان ، غزني او دپکتيکا دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول .
دغه راز ددغو عملياتو په بهير کې  دوه تنه وسله وال  مخالفين هم ونيول شول او يوه اندازه وسله او مهمات په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلل او په لسګونو ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي .
دغه راز دهيواد په بيلابيلو سيمو کې ددښمن ددرندو وسلو دډزو او په سړک کې دښخ کړى شويو ماينونو دچاودنې له امله دملي اردو اته تنه منسوبين شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته