کابل باختر دغويي دمياشتې ٢٢ نيټه :
د غزني ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې پرون د يوې ترافيکي پيښې له امله درې تنه ووژل شول
دغزني د والي وياند محمدعارف نوري باختر آژانس ته وويل چې يو کاستر موټر د غزني ولايت د ګيلان ولسوالۍ له جنډه سيمه کې له يوه تيلري موټر سره ټکر وکړ چې له امله يې د کاستر موټر درې تنه سپرلۍ ووژلې شوې .
ده زياته کړه: په دې پيښه کې يوولس تنه نور ټپيان شول او څلور تنه ټپيان چې روغتيايي حالت يې خراب و؛ د درملنې په مقصد کابل ته وليږدول شول.
پاى جذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ