کابل باختردزمري دمياشتې ١١ :
دکابل ښار دلومړۍ ناحيې په مربوطاتو کې نن سهار په يوه هوټل کې اور ولګيد.
دکابل داور وژنې دمديريت عملياتي آمر انجينر رحمت الله دباختراژانس خبريال ته وويل : ددغه اور علت دکابل ښار په لومړۍ ناحيې پورې اړوند دباغ عليمردان دڅلويښت متره سړک په پروان هوټل کې دګازو دډبي ليکوالى بلل شوى دى.
ده وويل : اور ډير ژر دکابل داور وژنې دمديريت له خوا ووژل شو چې له نيکه مرغه دسرزيان يې نه درلود خو زيات مالي تاوان يې اړولى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ