-کابل باختر دمرغومې دمياشتې نهمه
د خوست ولايت د کرکيلې او اوبولګولو رياست په چوکاټ کې د پنځو ميليونو افغانيو په لګښت دوه پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارلې شوې.
دغه پروژې چې د خوست ښار په لويديځ کې موقعيت لري،يوه يې د دوو ګودامونو ترميم او بله يې ددغو ګودامونو د احاطې پروژه ده، چې کارونه يې په څلورو مياشتو کې بشپړ شول.
د خوست ولايت د کرنې او اوبولګولو ريېس انجينر سميع الله نصرت د دغو پروژو د پرانېستې پرمهال وويل، چې د دغو پروژو په مټ به وکولای شو چې د غلودانو د ساتلو لپاره مناسب ځای ولرو.
دی وايي څوارلس نورې پروژې مو هم پلان کړې او اړونده وزارت ته مو لېږلې دي، چې د پنځو يې راسره ژمنه شوې ده.
په همدې حال کې د خوست ولايت مرستيال شېربادشاه ارګونی وايي، دا چې کرنه او مالداري د يوه هېواد د اقتصاد د پياوړتيا بنسټ جوړوي، نو په همدې موخه ولايتي اداره اړين پروګرامونه په پام کې لري.
هغه زياتوي: کرکيله د هر اقتصاد بنسټ جوړوي لومړی بايد کرکيله انکشاف وکړي او وروسته صنعت، ځکه د صنعت لپاره لومړني مواد کرکيله توليدوي، نو هره پروژه چې په دې برخه کې پلي کيږي ټولنې ته حياتي ارزښت لري.
د خوست د ولايتي شورا ځيني غړي او مدني فعالان هم د کرنې او اوبولګولو د پياوړتيا په برخه کې دغه پروژې ګټورې بولي، خو په ورته وخت کې له دولت څخه غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې خپله پاملرنه نوره هم زياته کړي.
0 1 دقیقه لوستل