قلاتباخترد زمري ١٤ مه
د زابل په مرکز قلات کې د لومړي ځل لپاره د بې وزلو او يتيمو ماشومانو لپاره روزنتون جوړېږي.
چارواکي وايي چې ياد روزنتون د هندوستان هېواد په مرسته د دوه سوه شپاړلس زره امريکايي ډالرو په لګښت په دوو پوړونو کې جوړېږي.
د زابل والي رحمت الله يارمل د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل، چې د دغه روزنتون په رغېدو سره به په لومړي ځل په زابل کې د يتيمو او بې وزله ماشومانو لپاره د استوګنې او زده کړې زمينه برابره شي.
پاىوصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ