امنیت

ددولت پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .

کابل باختر د ليندى نهه ويشتمه :
په کونړ ولايت کې تيره شپه  ديو ماين دچاودنې له امله ددولت پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو  مطبوعاتي دفتر باختراژانس  ته خبر ورکړ.
دغه وسله وال مخالفين دهغه ماين دچاودنې له امله چې غوښتل يې دکونړولايت   داسمار ولسوالۍ په مربوطاتو کې دورانکارو او تروريستي عملونو لپاره ښخ کړي ووژل شول په دې پيښه کې دوه تنه نور ټپيان شول .
دغو کسانو دلښکر طيبه  دقوماندان امان الله په ډلې پورې اړه لرله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته