امنیت

دملي اردو اووه تنه عسکر شهيدان شول .

کابل باختر دثورنهه ويشتمه :
دملي اردو اووه تنه عسکر  دامنيتي دندو په بهير کې شهيدان شول .
دملي دفاع وزارت دوياندمطبوعاتي دفتر نن باختراژانس ته خبرورکړ. دغه عسکر په داسې حال کې چې دامنيت دتامينولو او دتروريستانو دځپلو لپاره  مبارزه کوله په واټونوکې دښخ کړى شويو ماينونودچاودنې او ددښمنانو ددرندووسلو د ډزو له امله شهيدان شوي دي .
دملي دفاع وزارت مقامات وايي چې دغه عسکر په جلا جلا پيښو کې شهيدان شوي دي خو دپيښو ځايونه يې مشخص  نه کړل .
دملي اردو دغه عسکر په داسې حال کې شهيدان کيږي چې دملي اردو ځواکونو دخپلو امنيتي دندو په بهير کې  دوسايطو ضد اووه ويشت ماينونه چې ډار اچوونکو په  دې وروستيو وختو کې دملکي وګړو دوژنې په خاطر  ښخ کړي و ، کشف او شنډ کړل او دڅو تروريستي پيښو مخه يې ونيوله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته