امنیت

د طالبانو له شتون څخه د ترينکوټ –دهراوود دلويې لارې دپاکولو دعملياتو پيل .

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٣
پوځيانو په روزګان ولايت کې دچاڼيزو عملياتو دپيل خبر ورکړ دغه عمليات دوسله والو طالبانو له شتون څخه د ترينکوټ دهراوود دلويې لارې دپاکولو په موخه دملي اردو او دملي پوليسودسلګونو تنو ځواکونو له خوا پيل شوي دي .
د روزګان ولايت امنيه قوماندان جنرال ويس صميمي دباختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ په دغو عملياتو کې هلې ځلې کيږي چې طالبانو د پټنځيو او د دهراوود – ترينکوټ په لويه لاره کې د دوى په ځپلو سره مسافرو او دسيمو اوسيدونکو ته دغه لويه لاره خوندي شي.
دغه لويه لاره چې د روزګان ولايت مرکز ترينکوټ ښار د دهراوود له ولسوالۍ سره نښلوى په دې وروستيو کې دوسله والو طالبانو دشتون او فعاليت ډګر دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته