ورزش

د هيري ټيم د هرات باستان له ټيم او د آرش ټيم د آمو له ټيم سره لوبې برابرې پاى ته ورسولې

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٣١
د دولس کلنو تنکيو ځوانانو د فوټبال د غوره ليګ دويم لاس سياليو پرون په هرات کې په دوو لوبو سره دوام وکړ.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو سياليوکې د هيري ټيم د هرات باستان له ټيم او د آرش ټيم د آمو له ټيم سره لوبې وکړې چې لوبې په يو يو ګول سره برابرې پاى ته ورسيدې.
دغه سيالۍ له يوې اوونۍ راپه دې خوا د نهو ټيمونو په ګډون په هرات کې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته